روهي (نۍ/۲۱ دوري)، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند زاهد حيفظ چوهدري رسنيو ته ويلي دي چې پاکستان هندوستان ته دا وړانديز کوي چې د کشمير پر سر ور سره خبرې وکړي.
زاهد حيفظ چوهدري ويلي دي چې پاکستان لېواله دی او تياری لري چې د خبرو له لارې هندوستان سره ناستې وکړي او راپورته شوي ستونزې په سوله ييز ډول حل او فصل کړي.
هغه مهال چې هندوستان له کشميره خپلواکي واخېسته او د هغې چارې يې د مرکزي حکومت تر کنټرول لاندې راوستې، پاکستان سخت غبرګون وښوود او د دغه دوه هېوادونو ترمنځ اړيکې په کې کړکېچنې شوې.
وروستي