د امريکا بهرنيو چارو وزارت: هڅه کوو د استانبول ناسته ښکېلې خواوې سياسي هوکړې ته سره نېږدې او اوربند رامنځ ته کړو    

روهي (نۍ/۲۱ د وري)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت وياند ندپرایس ويلي دي چې امريکا په دې هڅه کې ده چې د استانبول په ناسته کې به هڅه وشي چې ښکېلې خواوې يوې سياسي هوکړې ته سره ور سيږي. 

ندپرایس ويلي دي چې دې ناسته کې د افغان جګړې د سوله ييز حل او همدا ډول او اوربند په پار د زلمي خليلزاد هڅې روانې دي او هيله مند يو چې پايلې به يې مثبت وي. 

دغه امريکايي دېپلماټ ويلي دي چې خليلزاد له ترکي، افغان او سيمې نورو هېوادونو له چارواکو سره لېدنې کوي، ترڅو يوې بنسټيزې پايلې ته ورسيږي. 

که څه هم تر اوسه يې کره نېټه نه ده مالومه، خو ويل کيږي چې د همدې اپريل مياشتې په ۱۶ نېټه به د ملګرو ملتونو په مشرۍ د ترکيې په استانبول کې دغه ناسته تر سره شي.