محمدشریف سرطیب د کندهار نوی امنيه قومندان وټاکل شو 

روهي (نۍ/۲۱ د وري)، د جنرال تادين خان پر ځای محمدشریف سرطیب د دغه ولايت د نوي امنيه قومندان په توګه ټاکل شوی دی. محمدشریف سرطیب نن ورځ رسماً معرفي شو. 

محمدشریف سرطیب له دې وړاندې د سرحدي پوليسو د څلورمې قعطې قومندان وو؛ د نوموړي د معرفي مراسمو کې کندهار والي، جنرال تادين خان او ګل آغا شيرزوی ګډون درلود. 

۳۸ کلن تادين خان ۱۳۹۷ کال کې چې ورور يې جنرال عبدالرازق په يو بريد کې ووژل شو، دی د کندهار امنيه قومندان وټاکل شو.