هرات ولايت کې پر سون توکو بار ټنکرونو اور اخېستی 

روهي (نۍ/۲۱ د وري)، د هرات ښار شمالي برخه، کمرکلاغ نومي سيمه کې د سون توکو بار يو شمېر ټنکرونو اور اخېستی دی. دغه اور نن سهار لګېدلی دی. 

مسوولین وايي چې اور لګېدنه ډېره او پراخه ده؛ د هرات د اطفايې ټېم وراېخوا لوېدېځ زون کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو هم د اور وژنې په پار سيمې ته ټيم لېږلی. 

د دغه اور لګېدنې د مرګ - ژوبلې او مالي زيان په اړه تر اوسه مالومات نه دي ورکړل شوي. له دې وړاندې د هرات په اسلام کلا بندر کې اور لګېدلی وو.