د مشرانو جرګې غړی هاشم الکوزی فراه ګمرک کې د بډو په اخېستو تورن شوی 

روهي (نۍ/۲۱ د وري)، د عبدالستار حسيني په نوم د ولسي جرګې يو غړی ادعا کوي چې د مشرانو جرګې غړی او د يادې جرګې د کورني امنيت کمېسيون غړی هاشم الکوزی فراه ګمرک کې باج اخېستنه کوي. 

حسيني ويلي دي چې کله هاشم الکوزی د مشرانو جرګې له خوا د فراه امنيتي وضعيت لپاره هلته ولېږل شو، نو دی د امنيتي وضعيت د څار او ارزونې پرځای د فراه ګمرک ته لاړ او هلته يې غير قانوني چارې تر سره کړي. 

له بلې خوا، هاشم الکوزی د عبدالستار حسيني تورونه ردويی او په ورته وخت کې ادعا کوي چې عبدالستار حسيني فراه ولايت کې وسله وال کسان لري، چې له موټر چلونکو او سوداګرو باج اخلي. 

د دغه دوه وکيلان چې د يو او بل پر وړاندې د فساد ادعاوې لري زياتوي، چې جمع شوي او ور سره سندونه به لويې څارنوالۍ ته وسپاري.