کابل کې د برېښنا د خرڅ بېل مياشتنی شو 

روهي (جمعه/۲۰ د وري)، د افغانستان د برېښنا شرکت په خبرپاڼې کې ويل شوي دي چې له دې وروسته به کابل کې د برېښنا د مصرف بېل مياشتنی اخېستل کيږي. له دې وړاندې دوه مياشتې وروسته د برېښنا پېسې اخېستل کېدلې. 

د برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې که څه هم په مياشتني ډول د پيسو ټولول د دغه شرکت لپاره تواني دي، خو هغه کورنۍ چې پر يو ځای يې د دوه مياشتو پيسو د ورکړې وس نه درلود، ګټور دی. 

برېښنا شرکت ويلي دي چې د اوس لپاره دغه پرېکړه کابل ولايت کې پلي کيږي او له يو څه وخت وروسته به د هېواد نورو ولايتونو ته هم وغځول شي.