د محکمو د حکمونو د پلي کېدو لپاره د پوليسو ځانګړی ټولګی جوړيږي 

روهي (جمعه/۲۰ د وري)، د افغانستان د عدليې وزير فضل احمد معنوي وايي چې په دې پار چې د محکمو وروستۍ پرېکړې ښې پلې شوې وې، د پوليسو يو ځانګړی ټولګی د دغه کار د پلي کېدو لپاره جويږي. 

نوموړي دا خبرداری هم ورکړی دی چې که چېرې کومه اداره د محکمو پرېکړو په پلي کېدو کې همکاري ونه کړي، نو عدلي ادارو ته به ور معرفي شي. 

افغانستان کې يوه ستونزه دا ده چې محکمې پر قانون ماتونکو او خپلسرو کسانو د سزا پرېکړه کوي، خو امنيتي ادارې ځيني وخت نه توانيږي چې پر دوی قانون پلی کړي.