نامتو پاکستاني سياستوال ميا عبدالحق په ۸۵ کلنۍ کې دويم واده وکړ 

روهي (پنځه نۍ/۱۹د وري)، د پاکستان د ولسي جرګې غړي او سند ايالت کې د بنظير بوټو د پاکستان د خلکو ګوند مخکښ غړي ميا عبدالحق ۸۵ کلنۍ کې دويم واده وکړ. 

د نوموړي لومړۍ میرمن هم ژوندۍ ده دی؛ د میا عبدالحق د بچيانو، لمسيو او د بچيانو د لمسيو شمېر سل تنو ته رسيږي.  د ده دويمه ميرمن ۴۵ کلنه ده او لومړی خاوند يې وفات شوی. 

د نوموړي کورنۍ رسنيو ته د ده دويم واده پخلی کړی دی. ميا عبدالحق په سند ايالت کې پېژندل شوې سياسي څېره او خپله سيمه کې روحاني شخصيت دی.