پنټاګون: کندهار هوايي ډګر کې سلګونه امريکايي او د ناټو سرتيري دي؛ د طالبان راکټي بريدونه پرې غندو 

روهي (پنځه نۍ/۱۹ د وري)، د امريکا متحدو ايالتو دفاع وزارت يا پنټاګون د طالبانو له خوا د کندهار پر هوايي ډګر شوي بريدونه غندلي دي او خبرداری يې ورکړی دی چې د طالبانو دا ډول کړنې د سولې بهير زيامنولی شي. 

د پنټاګون وياند په دې اړه څه نه دي ويلي چې دا ډول بريدونه د دوحې هوکړې سره په ټکر کې دي، خو زياتوي چې د سولې بهير به کړکېچن کړي. 

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د کندهار پر هوايي ډګر د توغنديزو بريدونو مسووليت منلی دی او ويلي دي چې دا د امريکايي ځواکونو د وروستيو هوايي ملاتړي - بريدونو په غبرګون کې کړي دي.