له یو ساعت ځنډ وروسته د حامدکرزي په نړيوال هوايي ډګر کې الوتنې بېرته پيل شوې 

روهي (پنځه نۍ/۱۹ د وري)، د افغانستان ملکي چلند اداره وايي چې نن ورځ د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې له يو ساعته ځنډ وروسته الوتنې بېرته پيل شوې دي. 

د ملکي هوايي چلند ادارې ويلي دي چې الوتنو کې ځنډ، د تخنيکي ستونزو له امله  وو خو بيا يو شمېر نورو سرچينو رسنيو ته ويلي، چې د امنيتي ګواښ له امله د يو ساعت لپاره الوتنې وځنډېدلي. 

د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر قومندان رياض آرين رسنيو ته ويلي چې دوی ته داسې مالومات رسېدلي وو چې د هوايي ډګر سره څېرمه په يوه ودانۍ کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي او پر همدې اساس يې د پاکستان د پارلمان د رئيس الوتکې د نه کېناستو وويل. 

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم پر خپل ټوېټر لېکلي دي چې د امنيتي ستونزو له امله کابل ته د اسد قيصر سفر وځنډېد.