د حامدکرزي په نړيوال هوايي ډګر کې د اسد قيصر الوتکې ته د کېناستو اجازه ورنه کړل شوه 

روهي (پنځه نۍ/۱۹ د وري)، ټاکل شوې وه چې  د افغانستان د ولسي جرګې د رئيس مير رحمان رحماني په بلنه د پاکستان د ولسي جرګې رئيس اسد قيصر کابل ته راشي، خو اوس دا سفر لغوه شوی دی. 

کابل کې د حامدکرزي نړيوال هوايي ډګر مشر ریاض آرین رسنيو ته ويلي دي چې دوی ته داسې مالومات رسېدلي وو، چې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر شااوخوا په يوې ودانۍ کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي دي. 

ریاض آرین ويلي دي چې پر همدې بنسټ دوی هغه الوتکې ته د کېناستو اجازه ورنه کړه، چې د پاکستان د پارلمان رئيس اسد قيصر په کې ناست وو. د آرين په وينا چې چاوديدونکي توکي له پخوا ځای پر ځای شوي وو. 

ولسي جرګې هم د اسد قيصر د سفر د لغوه کېدو ويلي او د دغه جرګې منشي ويلي دي چې ښايي په نېږدې ورځو کې اسد قيصر بيا کابل ته راشي.