
روهي (پنځه نۍ/۱۹ د وري)، د ولسمشر غني لومړی مرستيال امرالله صالح له بي بي سي دري برخې سره په خپلې تازه مرکې کې ويلي دي، چې د سولې لپاره د ولسمشر غني طرحه تر ټولو ژوره او هر اړخيزه ده.
د صالح په وينا چې ولسمشر غني په يادې طرحه کې د ژر ټاکنو ويلي دي او دا يې زياته کړې ده چې د وخت وړاندې ټاکنو لپاره به په خپله ولسمشر نه نومانديږي.
د صالح په وينا چې د ولسمشر غني په طرحه کې يو مهم ټکی او اصل دا دی، چې سوله بايد ټولو ته د منلو وړ وي او يوازې د ۲۵ کسانو ترمنځ سياسي معامله نه وي.
د ولسمشر لومړي مرستيال دا هم ويلي دي چې د افغانستان سوله بايد د زور او قومي جوړښتونو پر بنسټ نه وي او داسې سوله وشي، چې ټولو لپاره د منلو او هضم وړ وي.