هند کې تر دولسم ټولکي يو ښوونځي ۳زره افغانانو ته د ليسانس، ماسټرې او دکتورا سندونه ورکړي 

روهي (پنځه نۍ/۱۹ د وري)، د له اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسيون مسوولين وايي چې  د دوی موندنې ښيي چې هند وستان کې تر دولسم ټولکي يو ښوونځي ۳زره افغانانو ته د ليسانس، ماسټرې او دکتورا سندونه ورکړي. 

د ياد کمېسيون د عبدالقیوم نظامي تېر ورځ رسنيو ته ويلي دي، چې دغه هندی ښوونځی يوازې تر دولسم ټولګي د زده کړو جواز لري، خو درې زره افغانان يې د ليسانس، ماسټرې او دوکتورا په درجو فارغ کړي دي. 

د عبدالقیوم نظامي په وينا چې دوی دغه قيضه څېړي او مالومه به کړي، چې د زده کړو برخه کې د دغه شوي فساد رېښې چېرته او چا پوري اړه لري.