له فضلي سره د رحماني مخالفت 

روهي (څلورني/۱۸ د وري)، د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني وايي چې د ځينو ادارو صلاحيتونه د فضل محمود فضلي په مشرۍ چارو ادارې ته لېږدول شوي دي، چې د قانون سره ټکر کړنه ده. 

رحماني وايي چې د وزارتونو په شمول د ځينو ادارو چارې د ولسمشرۍ ماڼۍ چارو ادارې ته ورکړل شوي دي او دا کار د هېواد اساسي قانون خلاف دی ځکه چې قانون کې د هرې ادارې صلاحيتونه ځانګړي شوي دي. 

د نوموړي يوه بله نيوکه دا ده چې د ولسي جرګې د څو ځلي غوښتنو سره - سره تر اوسه ولسمشرۍ ماڼۍ هغه وزارتونو ته نوماند وزيران نه دي معرفي کړي، چې چارسمبالان يې وړاندې وړي. 

د مير رحمان رحماني دغه نيوکو ته تر اوسه ولسمشر ماڼۍ او په ځانګړي ډول د چارو ادارې غبرګون نه دی ښوودلی.