د کمال خان بند په اړه د ايران پارلمان ته د افغانستان پارلمان ځواب 

روهي (څلورنۍ /۱۸ د وري)، نيمروز ولايت کې د کمال خان بند له پرانېستې وروسته د ايران پارلمان په خپلې رسمي ناستې کې غبرګون ښوودلی او د کمال خان بند جوړېدل يې د خپل هېواد په زيان بللي. 

د ايران پارلمان د ځينو غړو وروستيو څرګندونو ته د افغانستان ولسي جرګې په ځواب کې ويلي دي چې د بندونو جوړول او د خپلو اوبو پيزوانول د افغان دولت او خلکو حق دی. 

د ولسي جرګې مشر مير رحمان  ويلي دي چې افغانستان يو خپلواکه هېواد دی او د اوبو د مديريت د نړيوالو قانونو اړوند حق لري چې خپل اوبه مهار او ګټه ترې واخلي. 

د ايران د پارلمان غړو ويډيو  چې کمال خان بند ته يې په غبرګون ښوودلی وو، پر ټولنيزو رسنيو هم خپره او خلکو ورته غبرګونونه ښوودلي وو.