د ترکيې ناستې د اجنډا درې مهم مسايل 

روهي (څلورنۍ/۱۸ د وري)، د رسنيو د مالوماتو اړوند د افغان سولې لپاره د متحدو ايالتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد دوحه کې د جمهوريت او طالبانو اسلامي امارت د سولې مرکچي پلاوو سره ترکيه کې د استانبول ناستې اجنډا شريکه کړې ده. 

که څه هم د حکومت او طالبانو دغه پلاوو تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ويلي؛ د افغانستان د کړکېچ ژر پای ته رسول، د يو ګډ حکومت جوړول، د افغان سولې برخه کې د سيمه ييزې او نړيوالې اجماع رامنځ ته کول؛ د د استانبول ناستې درې مهم مسايل دي. 

د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي يو غړي غلام فاروق مجروح رسنيو ته ويلي دي چې د ده د مالوماتو پر بنسټ تر اوسه له نه دوی او نه هم له طالبانو سره کومه اجنډا شريکه شوې ده. 

زلمي خليلزاد هڅې پيل کړې دي چې د افغانستان د مسالې په اړه لومړۍ په کور دننه او ورپسې سيمه ييزه او نړيواله اجماع رامنځ ته کړي او د ترکيې ناسته پايله لرونکې ناسته وسي.