د عبدالله عبدالله هيله: شونې ده د ترکيې ناسته افغانستان کې د تل پاتې سولې سبب شي 

روهي (درې نۍ/۱۷ د وري)، د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هيله ښوودلې ده چې د ترکيې په کوربتوب د استانبول ناسته به افغانستان کې د يوې تل پاتې سولې سبب شي. 

نوموړي دغه څرګندونې نن ورځ د مصالحې عالي شورا په چوکاټ کې د سيمه ييزو او نړيوالو اړيکو کمېسيون څلورمه ناسته کې کړې دي. د مصالحې عالي شورا مشر ويلي دي چې د يادې ناستې له لارې به د افغانستان روانه شله کلنه جګړه پای ته ورسيږي. 

نوموړي دا هم ويلي دي چې د ټواو هڅه دا ده چې د ترکيې ناستې کې د افغانستان پلاوی يوه واحده طرحه ولري او ټول - شموله وسي. ده دا هم ويلي دي چې د مصالحې عالي شورا د طرحو په توحيد کار کوي. 

ډاکټر عبدالله عبدالله افغان ميرمنو ته هم ډاډ ورکړی دی چې د استانبول ناسته کې به يې ونډه پراخه او ځای به يې ځانګړی وي.