روهي (دېر نۍ/۱۷ د وري)، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، چې د ولسي جرګې له رئيس او يو شمېر غړو سره يې لېدلي دي.
عبدالله عبدالله لېکلي دي چې د ولسي جرګې د رئيس مير رحمان رحماني په مشرۍ يې د ولسي جرګې يو شمېر غړو سره د سولې بهير او ترکيې ناستې د تياريو په اړه خبرې - اترې کړې.
تېره ورځ هم د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې له حکومت غوښتل شوي وو، چې د ترکيې له ناستې وړاندې لومړی بايد په کور دننه د سياسيونو ترمنځ اجماع رامنځ ته شي.
په ورته وخت کې ډاکټر عبدالله عبدالله تېره ورځ له يو شمېر فعالو افغان ميرمنو سره په لېدنه کې ويلي وو چې له سولې وروسته د نوي حکومت بحث له وخت وړاندې او اوس مهال بايد سولې ته لومړيتوب ورکړل شي.
وروستي