سپينه ماڼۍ: هغه څه چې ټرمپ هوکړه کړې، مونږ يې نه شو کولی؛ د مې پر لومړۍ نېټه له افغانستانه د پوځيانو وتل امکان نه لري

روهي (درې نۍ/۱۷ د وري)، د سپینې ماڼۍ وياند جين ساکي رسنیو ته ویلي دي چې لوجستیک او تخنيکي اړخونو په پام کې نېولو سره دا شونې نه ده چې د مې مياشتې په لومړۍ نېټه له افغانستانه امريکايي پوځيان ووځي. 
 
نوموړي خبريالانو ته ويلي دي، چې د جوبايډن حکومت د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه پرېکړه چې طالبانو سره يې د مې مياشتې پر لومړۍ نيټې د ځواکونو وتل ټاکلي نشي پلي کولی. دلته تخنيکي او لوجستیکي ستونزې شته دي. 
 
جين ساکي وړاندې زياته کړې ده، "هغه څه چې ولسمشر مخکې هم ویلي، د مۍ میاشتې تر لومړۍ نېټې به له افغانستان د پوځیانو بشپړ اېستل له لوجستیک پلوه ستونزمن وي. موږ په دوامداره توګه د ملي امنیت له داخلي، خپلو ملګرو او متحدانو سره په دې هکله مشورې کوو. "
 
اوس مهال افغانستان کې ۲۵۰۰ امريکايي ځواکونه شتون لري او تمه ده چې د استانبول ناسته کې به د دوی پاتې او يا بهر کېدو په اړه د طالبانو او امريکايانو ترمنځ خبرې وشي.