عبدالله عبدالله: له سولې وروسته حکومت په اړه خبرې کول له وخت وړاندې مساله ده 

روهي (دوه نۍ/۱۶ د وري)، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې اوس مهالې د ترکيې ناستې په اړه د طرحو د توحيد لرۍ جریان لري او دا چې له سولې وروسته به څه ډول حکومت منځ ته راځي، له وخت وړاندې موضوع ده. 

نوموړي دغه څرګندونې نن ورځ د مصالحې عالي شورا په ناسته کې د ښځو لپاره د عدالت غوښتنې ټولنې له يو شمېر فعالو ميرمنو سره په لېدنه کې کړې دي. 

د مصالحې  عالي شورا مشر د سولې خبرو کې د ښځو پر فعالې ونډې هم ټېنګار کړی دی او ويلي دي چې مصالحې عالي شورا به استانبول ناستې ته د جمهوريت يوه واحده طرحه وړاندې کړي.