کرونا او افغانستان: څلور مړه او ۶۲ نوې پېښې ثبت شوې 

 روهي (دوه نۍ/۱۶ د وري)، د هېواد عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې بېلا بېلو ولايتونو کې د کرونا ويروس ۶۲ تازه پېښې ثبت شوې دي. 

په ورته وخت کې څلور کسان د دغه ويروس له امله مړه شوي دي او د ۱۷ نورو کسانو درملنه شوې ده. د مړينې پېښې يوه - يوه په ننګرهار او کابل او دوه يې په کونړ ولايت کې دي. 

که څه د مختلفو کمپينو له خوا د کرونا ويروس ضد واکسينونه جوړ شوي دي، خو بيا هم په نړۍ کې د کرونا ويروس د درېيمې څپې د خپرېدو ويره او شونتيا شتون لري.