د سیلابونو په مخنیوي کې د ځنګلونو رول!

له کومه وخته چې انسانانو په طبعیت کې لاسوهنه شروع کړې او د خپلو لنډ مهاله ګټو لپاره يې اوږد مهاله ګټې قرباني کړي،  ورسره سم طبیعي ناورینونه هم پیل شوي، سیلابونه هم د همدغو ناورینونو له ډلې څخه یو دی، چې د  ژوند چاپیریال ګواښي او زیانمنوي يې، د زیان سلنه يې په صحرايي او هغو ځمکو کې ډيره وي، چې نباتي پوښښ يې کم او یا هم له منځه تللی وي.

د سیلابونو زیانونه د خاورې په تخریبیدو سره پیل کیږي، د خاورې تخریب یو کوچنی زیان نه بلکې په حقیقت کې ستر زیان ګڼلی شو، دا ځکه چې په تخریبیدو سره يې د کر وړ خاوره له لاسه ورکوو، چې بیا جوړیدنه يې کالونه وخت اخلي، سیلابونه د کروندې نباتات له منځه وړي اوکروندې ویجاړوي، د نباتاتو له منځه وړنه او د کروندو ویجاړتیا د لوږې، فقر او بېکارۍ د زیاتوالي او د خلکو ترمنځ د شخړو د رامنځته کیدو سبب ګرځي.

سیلابونه د کانالونو د ډکیدو او ویجاړتیا، د بندونو، سربندونو، چک ډيمونو او د اوبولګونې د نورو شبکو د تخریب، د کورونو، ښارونو او عام المنفعه ځایونو د ورانیدو،  انسانانو او حیواناتو ته د مالي او ځاني زیانونو د اوښتو، د وحشي ژویو د تښتیدو او له منځه تلو، د اوبو او چاپیریال د ککړیدو، د ایکوسیستمونو د بې نظمۍ، د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د ټیټوالي او نورو بېلابېلو ناورینونو د رامنځته کیدو سبب ګرځي.

په ټولیز ډول د سیلابونو د راوتلو لوی عامل د ځنګلونو او په ټوله کې د نباتي پوښښ تخریب او له منځه تلل بللی شو،  ددې لپاره چې د سیلابونو له ناوړه زیانونو څخه خوندي پاتې شو او د موسمي اورښتونو څخه ترلاسه شوې اوبه د اوږد وخت لپاره وساتو، نو د ځنګلونو په بیارغونه، پراختیا او مدیریت باندې باید تمرکز وشي.

د سیلابونو په مخنیوي کې ځنګلونه لومړی د اورښتونو چټکتیا راکموي، کله چې د باران څاڅکي د ځنګلي ونو په پاڼو او ښاخونو لویږي، څه برخه يې همدلته پاتې کيږي او پاتې نورې يې په ډیر کم سرعت سره د ونو تنو او یا هم د خاورې مخ ته رسیږي، د ځمکې سر ته رسیدلې اوبه په خاوره کې د جذب څخه وروسته د ځنګلي ونو د ريښو په واسطه د نبات د فزیالوژیکي دندو د سرته رسیدو په موخه مصرفیږي، له مصرف څخه پاتې اوبه بیا د ځمکې لاندې اوبه سطحې ته رسیږي او د Water Table سطحه ورسره لوړیږي، د ځنګلي سیمو په خاوره کې د اوبو د نفوذ او فلتر عملیه نسبت نورو خاورو ته اسانه وي، دا ځکه چې د ځنګلي سیمو خاورې د ونو پاڼې، ښاخونه، د تنو پوستکي او نورو اضافه مواد خاورې ته په طبیعي ډول ورعلاوه کیږي، د وخت په تېریدو سره ذکر شوي مواد تجزیه کیږي، چې د تجزیې په صورت کې یې په خاوره کې د عضوي موادو فیصدي زیاتیږي.

د ځنګلونو ستره ګټه داده چې د موسمي اورښتونو څخه ترلاسه شوې اوبه خاورې ته په کمې چټکتیا سره وړاندې کوي، د همدغو اوبو چټکتیا بیا په شاړو، لوڅو او غیر ځنګلاتي سیمو کې ډيره وي، په ځنګل لرونکو سیمو کې د خاورې د تخریب سلنه کمه، خو په شاړو ځمکو کې د خاورې تخریب خپل اعظمي حد ته رسیږي.

ځنګلونه د واورو د ښویدنې ترڅنګ د ونو د ښاخونو، تنو او پاڼو پر مټ د لمر د وړانګو مخنیوی کوي، چې همدغه چاره يې په ځنګلونو د وریدلو واورو د ورو ویليکیدنې سبب ګرځي، د واورو تدریجي او دوامداره ویلیکیدنه د سیلابونو د مخنیوي ترڅنګ په خاوره کې د اوبو د سطحې د لوړیدو سبب کيږي، په خاوره کې د اوبو د سطحې لوړوالی د اوبو د سرچینو د زیاتیدو، د اوبو ساتنې، د پایښت لرونکو اوبو د پیدایښت او په ټوله کې د اوبو د مدیریت په مانا ده.

ډیر کله به مو د سیلابونو د راوتلو پر وخت کې لیدلي وي، چې سیلابونه له پیل څخه تر پای پورې د مسیر د طی کولو پر وخت بېلابېل مواد لکه لرګي، ډبرې، د تخریب شویو ځایونو توکي او نور ډول ډول مواد له ځان سره اخلي، د سیلابونو په اوبو کې د دغو موادو شتون ډیر ځله د اوبو د جمع کیدو سبب کیږي، همدغه جمع کیدنه بیا د لارې په اوږدو کرنیزو ځمکو ته اوړي، د تخریب سره یې د نږدې کورونو، ښارونو او نورو ګټورو ځایونو د تخریب باعث ګرځي.

په افغانستان کې د سیلابونو او د هغوی څخه د رامنځته کیدونکو زیانونو کچه تر اعظمي حده رسیدلې، چې ستر لامل یې د ځنګلونو، څړځایونو او په ټوله کې د نباتي پوښښ له منځه تلل دي، د سیلابونو له اغېزو د ژوند چاپیریال په مستقیم او غیر مستقیم ډول تر ستر ګواښ لاندې دی، ددې لپاره چې خپل چاپیریال ته د ورپیښو زیانونو کچه راټیټه او بې نظمه شوي ایکوسیستمونو  بیرته منظم کړو، د خپلو شته اوبو څخه موثره استفاده وکړو، خپلې شته سرچینې مدیریت کړو، خاوره له تخریب څخه وژغورو، د سیلابونو له زیانونو ځانونه او ټولنه خوندي کړو، د تولید کچه لوړه کړو او خپلې اقتصادي، ټولنیزې، سیاسي او نورې موخې ترلاسه کړو، نو لازمه ده چې د هېواد تخریب شوي ځنګلونه او څړځایونه بیا ورغول شي، د موجودو طبیعي ځنګلونو کلکه ساتنه وشي، سرچینې باید مدیریت شي، د هېواد شاړې ځمکې تر کر او کښت لاندې راوستل شي او په ټوله کې معیاري کرنې ته مخه شي.