ژر به ولسمشر غني بدخشان کې د شورابک بند پرانېسته وکړي 

روهي (دوه نۍ/۱۶ د وري)، د بدخشان ولايتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د شورابک بند د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي او ژر به يې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرانېسته وکړي. 

د افغانستان د انرژۍ خدمتونو ادارې ویاند احمد سیر نېکزاد رسنيو ته ويلي دي، چې د دې بند چارې پر ۲۰۱۶ کال پیل او لګښت یې هم ۴۵ میلیون یورو کېږي چې د جرمني حکومت پرې کړ.

د نوموړي په وينا دا بند پر کوکچه سیند جوړ شوی او اته میګاواټ برېښنا تولیدوي چې ۲۵ زره کورنۍ ترې برخمنېږي.

له دې وړاندې ولسمشر غني نيمروز ولايت کې د کمال خان بند پرانېسته وکړه، چې په پراخه هرکلی يې وشو.