روهي (يوه نۍ/۱۵ د وري)، د زابل ولایت د کلیو او پراختیا ریاست تر چتر لاندې ولسي تړون په تیر کال کې ۱۹۸ پروژې تر کار لاندې لرلې چې ۵۷ بابه مکاتب هم پکښي شامل او ۱۰۱ پروژه د ۲۵ بابه مکاتبو په ګډون تر بشپړ کیدو وروسته ګټي اخیستني او عملا ولسونو ته په واک کې ورکړل شوي دي او پاته به دروان کال په راتلونکو دوه میاشتو کې بشپړي شي، چې کوچیانو ته بیا ۷ پروژې روانې په اوو کې یوه بشپړه شوي.
نوري پروژې به یې هم ژر بشپړي او ګتي اخیستني ته وسپارلي شي
دغه راز په ملي دسترخوان کې په دوه ولسوالیو زابل مرکز قلات او شهرصفا کې ۵۵ شوراګانو ته توضیع شوی او لاهم روانه ده.
زابل چې د رغونې په کارونو کې تر ټولو وروسته پاتی ولایت دي په دې وروستیو کې د ګڼو برنامو په مټ پکښي درغونې کارونو دوام پیدا کړی.
وروستي