دنيا خصوصي پوهنتون د ليسانس برخه کې سلګونه محصلين په وړيا ډول نېسي 

روهي (يوه نۍ/۱۵ د وري)، کابل کې د دنيا په نوم خصوصي پوهنتون مشرتابه ويلي دي چې روان کال کې په سلګونه محصلين په وړيا ډول نېسي. د ياد پوهنتون د ادارې په وينا د ليسانس زده کړو په بېلا بېلو برخو کې وړيا ډول محصلين قبلوي. 

د دنيا خصوصي پوهنتون رئيس جاويد سنګدل رسنيو ته ويلي دي، دغه وړيا محصلين د (قلم او سولې) په نوم د دوی د پرړګرام اړوند نېسي. 

د سنګدل په وينا چې له دې کار يې موخه په ټولنه کې د زده کړو لوړول دي. دغه وړيا بورسونو کې د رسنيو کارمندانو ته هم برخه ورکړل شوې ده.