د ناټو رئیس ارکان رخصت او ولسمشر ورته

روهي (يوه نۍ/۱۵ د وري)، د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت رئیس ارکان ډګر جنرال تورستن پاشواتا ته د مخه ښې کتنه کې "د ‌ډېر ښه پوځي خدمت" دولتي مډال ورکړ.

په دغو مراسمو کې چې نن مازدیګر په ارګ کې ترسره شول، په پیل کې د جمهوررئیس د ویاند مرستیالې فاطمې مورچل په دې اړه د جمهوررئیس فرمان ولوست.

جمهوررئیس غني افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ګټورو مشورو ورکولو او ستراتېژيک ملاتړ په برخه کې د ډګر جنرال تورستن پاشواتا ارزښتناکه هڅې او ترسره شوي خدمتونه وستایل.

ډګر جنرال تورستن پاشواتا له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره کار او په افغانستان کې خپل ماموریت ښه تجربه وبلله او د یاد مډال د ورکړې په خاطر یې د جمهوررئیس مننه وکړه.