ناڅرګنده وسله والو د تخار د ولايتي شورا د يو غړي زوی ووژلو

روهي (يوه نۍ/۱۵ د وري)، د تخار ولايتي ولايتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت د ولايتي شورا د غړي جمعه‌خان هیکل‌زاده زوی تېره ورځ مرکز تالقان ښار کې د ناپېژنده وسله والو له خوا وژل شوی دی. 

د وژل شوي کس نوم حاجي ګل حاجي زاده ښوودل شوی دی او تېره ورځ تالقان ښار کې د دوه ناپېژنده موټرسايکل سپارول له خوا په ډزو وژل شوی او وژونکي تښتېدلي دي. 

د تخار د پوليسو وياند خليل اسير رسنيو ته ويلي دي چې په دې اړه پلټنې پيل کړې دي. تر اوسه کوم چا د ولايتي شورا د غړي جمعه خان د زوی د وژنې مسووليت نه دی منلی.