دوه بندرونه يې وتړل؛ د اسلام کلا بندر اورلګېدنې زيانمن شوي سوداګر له ولسمشر توان غواړي 

روهي (يوه نۍ/۱۵ د وري)، د هرات ولايت اسلام کلا بندر کې زيانمن شويو سوداګرو د اعتراض په ډول د تورغنډي او اسلام کلا بندرونه تړلي او له ولسمشر يې غوښتي دي چې دوی ته د اوښتي زيان جبران ورکړي. 

دغه سوداګرو تېره ورځ لاريون کړی او له حکومت يې غوښتي دي چې ترڅو ورته په اسلام کلا بندر کې د وروستۍ اورلګېدنې توان ورنه کړي، دغه دوه بندرونه به د تګ - راتګ پر وړاندې تړلي وي. 

دوی پر حکومت نيوکه کوي چې له اورلېګدنې پنځوس ورځې تيريږي خو تر اوسه حکومت دوی په اړه هېڅ اقدام نه دی کړی او شوي ژمنې يې ورته نه دي عملي کړي. 

دغه اعتراض کوونکي وايي چې د اسلام کلا بندر په اورلګېدنه ورته په زيات شمېر زيان رسېدلی دی او حکومت يې بايد جبران ورکړي.