هغه عراقی قاضی ومړ چې د صدام حسين د اعدام پرېکړه يې کړې وه 

روهي (نۍ/۱۴ د وري)، د  محمد عریبشی الخلیفه په نوم هغه متقاعد عراقی قاضي ومړ چې  د عراق د پخواني ټولواک صدام حسين د اعدام حکم يې ورکړی وو.  محمد عریبشی الخلیفه په کرونا ويروس ککړ وو. 

دی په ۲۰۰۰ز کال کې د صدام حسين په حکم د عراق د سترې محکمې قاضي ټاکل شوی وو او بيا همدې قاضي په ۲۰۰۶ز کال کې داسې سندونه وړاندې کړل چې د صدام حسين په اعدام تمام شول. 

قاضي  محمد عریبشی الخلیفه نېږدې  دوه کاله محکمه د صدام حسين پر خلاف دوسيه وړاندې وړله او بالاخره د محکمې پر حکم د عراق پخوانی مشر صدام حسين اعدام شو.