د نړۍ ستر اسلامي هېواد (سعودي عربستان) يهودي دولت (اسرائيلو) سره د اړيکو د عادي او ښه کېدو لېوالتيا لري 

روهي (نۍ/۱۴ د وري)، د سعودي عربستان بهرنيو چارو وزير فيصل بن فرهان وايي چې د سعودي عربستان او اسرائيلو ترمنځ د اړيکو عادي کېدل او ښه کېدل به نه يوازې د دغه دوه دولتونو بلکې د سيمې هېوادونو په ګټه هم وي. 

 فيصل بن فرهان وايي چې د سعودي عربستان او اسرائيلو ترمنځ ښې اړيکې اقتصادي، سياسي او امنيتي ګټې لري چې په سيمه کې به ښه اغېز ولري. نوموړي له اسرائيلو سره د رسمي ښو اړيکو د پيل هيله ښوودلې ده. 

 فيصل بن فرهان ويلي دي چې که څه هم دوی دغه اړيکې په ښه فال نيسې خو په ورته وخت کې د سعودي عربستان او اسرائيلو ترمنځ د اړيکو عادي کېدل د اسرائيلو او فلسطين د سولې بهير پوري تړلې مساله ده.