
هاروارډ پوهنتون پو خصوصي پوهنتون دی چې د امريکا متحدو ايالتو په کمبرېج کې شتون لري. دغه پوهنتون له نن ۳۸۵ کاله وړاندې په کال ۱۶۳۵ز کې تاسيس شوی دی. په تېر کې دغه پوهنتون د Harvard College په نوم وو. د ۲۰۲۰ز کال د احصايي اړوند د هاروارډ پوهنتون ارزښت ۴۲ مېلېارده امريکايي ډالر ښوودل شوی دی. هاروارډ پوهنتون کې ۲۱زره محصلين د ليسانس، ماسټري او دوکتورا په زده کړو بوخت دي، چې ۲۴۰۰ استادانو له خوا درس ورکول کيږي. دغه پوهنتون کې نقل وهل ستر جرم شمېرل کيږي او په ۲۰۱۲ز کال کې ۱۲۵ محصلين د نقل کولو له امله له دغه پوهنتون وشړل شول. د ياد پوهنتون اداري چارې د نېږدې ۱۶زره کسان له خوا وړاندې وړل کيږي.
د امريکا متحدو ايالتو دننه، هاروارډ پوهنتون ياد هېواد کې د څېړنو يا Research په برخه کې لومړۍ شمېره پوهنتون دی. د نورو څېړنيزو پروګرامونو ترڅنګ په طبي برخه کې دغه پوهنتون ډېر مخکښ دی. ۲۰۱۹ز کال د دغه پوهنتون medical school ښوونځي څه د پاسه يو نيم مېلېارد امريکايي ډالر په طبي څېړنو مصرف کړي دي.
Widener Library او Harvard Yard د دغه پوهنتون دوه ستر کتابتونونه دي او له دې وراېخوا ۸۰ نور کوچني کتابتونه يې هم د مطالعې په پار پرانېستي دي. د هاروارډ پوهنتون په کتابتون کې د نړۍ په سلو ژبو د کتابونو شمېر ۲۰ مېلېونه ټوکه دی چې دا په نړۍ کې تر ټولو ستر شمېر دی. هاروارډ پوهنتون يو پراخه ارشيف هم لري چې د امريکا په شمول د نړۍ د نورو هېوادونو ډېرې پخوانۍ لېکلې نسخې په کې شته. دغه خصوصي امريکايي پوهنتون کې درې موزيمونه هم شته چې يو موزيم يې د اسلامي هنر يا تمدن په نوم موزيم دی، چې د اسلامي تاريخ اړوند لرغوني اثار په کې خوندي شوي دي. دغه پوهنتون کې د کتابونو د الماريو اوږدوالي نېږدې ۹ ميلو مترو ته رسيږي.
د نړۍ هغه مشهورو ادارو کې چې د پوهنتونونو درجه بندي کوي، هاروارډ پوهنتون په ټاپ شمېرو کې راځي. په ۲۰۱۹، ۲۰۰۹، ۲۰۰۴ کالونو کې دغه پوهنتون د نړۍ لومړۍ شمېره پوهنتون کې راغلی وو. د امريکا اته ولسمشران؛ د متحدو ايالتو دويم ولسمشر جان ادمز، د متحدو ايالتو شپږم ولسمشر جان فوېز ادمز، د متحدو ايالتو يوولسم ولسمشر راترفورد بي هیز، د متحدو ايالتو ۳۲ ولسمشر فرانکلین روزولت، د متحدو ايالتو ۳۵ ولسمشر جان اف کنډي، د متحدو ايالتو ۴۳ ولسمشر جورج ډبليو بوش او د متحدو ايالتو ۴۴ ولسمشر بارک اوباما له دغه پوهنتون فارغ شوي دي. همدا ډول د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيرې بنظير بټو، د مايکرو سافټ مشر بېل ګېټس او د ملګرو ملتونو اتم عمومي سرمنشي بنکي مون په هاروارډ پوهنتون کې زده کړې کړې.
د ۲۰۲۱ز کال د نړۍ د مخکښو او معتبرو پوهنتونونو د درجه بندۍ په لړۍ کې هاروارډ پوهنتون د نړۍ دويمه شمېره تر ټولو غوره پوهنتون شمېرل شوی دی.