روهي (نۍ/۱۴ د وري)، د سعودي عربستان پوليسو ويلي دي چې د مکې مکرمې په کعبې جومات لومړي پوړ کې يې يو کس له وسلې او ترهګريزو کړنو په تور نېولی دی.
د رسنيو د مالوماتو پر بنسټ ويل شوي دي، چې نېول شوي کس له ځان سره وسله درلوده او د کعبې جومات دننه يې وسله رااېستلې او ګواښونکي حرکتونه يې پرې کول.
د سعودي عربستان پوليسو تر اوسه په دې اړه مالومات نه دي ورکړل، چې نېول شوي کس څه موخه درلوده او د کوم هېواد وګړی وو.
وروستي