واشنګټن کې پر کانګرس ودانۍ بريد شوی چې تلفات لري 

 روهي (نۍ/۱۴ د وري)، د امريکا متحدو ايالتو پلازمېنه واشنګټن ښار کې د کانګرس پر ودانۍ د بريد له امله يو پوليس وژل شوی دی. د مالوماتو اړوند د کانګرس ودانۍ ته نږدې یوه بریدګر خپل موټر پر امنیتي کسانو ورخېژولی او يو پوليس په کې وژل شوی. 

پېښه کې ځيني پوليس ټپيان شوي هم دي او له پېښې وروسته امبولانسونه راغلي او ټپي شوي پوليس يې روغتونونو ته لېږدولي. 

پوليس ويلي دي چې د بريدګر په اړه يې مالومات تر اوسه نه دي تر لاسه کړي او د بريد د موخې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.