حکمتيار: ترکيې ناسته کې به دواړه ډلې (حزب او طالبان) واحد دریځ ولري

روهي (جمعه/۱۳ د وري)، د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د افغانستان د اسلامي ګوند زرګونه ملاتړو نن جمعه پلازمېنه کابل کې  پراخه لاريونونه تر سره کړل. دوی د اوسني حکومت پر ځای د لنډمهاله حکومت د جوړېدو ويلي. 

د حزب اسلامي د دغه ملاتړ کوونکو د لاريون په پرېکړه کې ويل شوي دي چې ترڅو چې اوسنی حکومت استعفا ورنه کړي، دوی به همداسې لاريونونه کوي. 

حکمتيار ارګ مېشتي په هېواد پر نامنۍ تورن کړی، د سولې پر وړاندې يې خنډ بللي او دا يې هم ويلي دي، چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ځانګړې کړۍ د هېواد ملي شتمنۍ لوټلې. 

ګلبدين حکمتيار دغه لاريون ته په وينا کې ويلي دي چې د مسکو په ناسته کې د طالبانو له مرستيال سره کتلي او ياده لېدنه د ده له توقع هم لوړه او غوره وه. 

ګلبدين حکمتيار هيله ښوودلې ده چې د ترکيې په ناسته کې به طالبان او د افغانستان اسلامي ګوند يو ګډ دريځ، د سولې او راتلونکې حکومت په اړه وړاندې کړي.