حکمتيار: د ملا هيبت الله ګډون مشکل دی خو ولسمشر دې د ترکيې ناسته کې ګډون وکړي

روهي (پنځه نۍ/۱۲ د وري)، د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار د مې مياشتې له لومړۍ نېټې وروسته افغانستان کې د امريکايي خواکونو له پاتې کېدو سره مخالفت ښوودلی دی او د بهر کېدو يې ويلي دي. 

حکمتيار ويلي دي چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د دوحې هوکړې اړوند د امريکايي ځواکونو وتل ژمنه شوي دي او واشنګټن بايد پر کړې ژمنې پاتې شي. 

حکمتيار دا هم ويلي دي چې د ترکيې ناسته کې د ملا هبت الله برخه اخېستنه به ستونزمنه وي، خو ولسمشر بايد د يو پلاوي په شمول هلته لاړ شي. 

د نوموړي په وينا چې د ترکيې په ناسته کې د طالبانو د اسلامي امارت د لومړي مرستيال او يا هم د دوی د سياسي مسوول ګډون به دا ښوودنه وکړي چې د طالبانو مشرتابه ګډون کړی دی.