هلمند کې د افغان پوځ چورلکه چا غورځولې؟ په اړه يې توپيري څرګندنې 

روهي (پنځه نۍ/۱۲ د وري)، تېره ورځ د هلنمد ولايت په نهرسراج ولسوالۍ کې د افغان پوځ يوه بلک هاک چورلکه لوېدلې او ويل کيږي چې يو د پوځ سرتيری او دوه پوليس په کې وژل شوي دي. 

د افغانستان ملي دفاع وزارت هم دغه پېښه او مرک ژوبله تائيدوي خو وايي چې دغه چورلکې د فني ستونزو له امله لوېدلې ده. 

له بلې خوا بيا طالبانو ويلي دي چې دغه چورلکه دوی په نښه کړې ده او پوځيانو ته يې په کې تلفات اړولي دي.  د هلمند د ولايتي شورا رئيس عطاالله افغان هم رسنيو ته ويلي دي چې دغه چورلکه وېشتل شوې ده. 

له دې وړاندې د افغان پوځ يوه چورلکه د وردګ ميدان ولايت په بهسود ولسوالۍ کې د عليپور د وسله والو له خوا په نښه شوې وه چې نهه کسان په کې وژل شوي وو.