
روهي (پنځه نۍ/۱۲ د وري)، نړيوال بانک اعلان کړی دی چې افغانستان کې د پوهنې بهير سره ۲۵ مېلېونه امريکايي ډالر مرسته کوي. دغه ۲۵ مېلېونه ډالر به د ښوونځيو او په ځانګړي ډول د نجونو د لومړنې دورې زده کړو برخو کې مصرف شي.
دغه مرستو کې به سل ښوونځي هم جوړ شي او همدا ډول به په لېرې پرتو سيمو کې د ښوونکو لپاره د روزنې زمينې هم برابرې شي.
دا مرسته په داسې وخت کې کيږي، چې اوس مهال هم افغانستان کې ۳،۵ مېلېونه ماشومان ښوونځيو ته له تګ محروم دي او د تګ زمېنه نه ده ورته برابره.