روهي (پنځه نۍ/۱۲ د وري)، پر ټولنيزو رسنيو د شته ګنګوسو اړوند ويل شوي دي چې د ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي هوکړې اړوند پر يو کليدي وزارت جوړجاړی او خبرې روانې دي.
د مالوماتو اړوند ويل شوي دي چې ښايي د محمد قسيم فهيم زوی اديب فهيم د بهرنيو چارو د اوسني وزير محمد حنيف اتمر ځای ناستی وټاکل شي. تر اوسه رسمي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.
کله چې ولسمشر غني کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي له دندې ګوښه کړ، نو د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ورته غبرګون وښوود او د ولسمشر ياده پرېکړه يې د سياسي هوکړې سره په ټکر کې وبلله.
د تېر ولسمشريزو ټاکنو له کړکېچن کېدو وروسته د تېرې روژې مياشت کې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ سياسي هوکړه وشوه چې په پايله کې د کابيني وزارتونه او نورې مهمې څوکۍ سره ووېشل شوې.
وروستي