خليلزاد ته د ملا برادر ټېنګار: بهرني ځواکونه دې پر خپل ټاکل شوي وخت بهر شي 

روهي (څلورنۍ/۱۱ د وري)، د افغان سولې لپاره د متحدو ايالتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د طالبانو د سياسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي. طالبانو د دغه لېدنې پخلی کړی. 

طالب وياند ډاکټر نعيم د دغه لېدنې په اړه پر خپلې ټوېټر پاڼې لېکلي دي، "پرون بيګاه د افغانستان اسلامي امارت سياسي مرستيال او د سياسي دفتر رئيس محترم ملا برادر آخوند او ورسره پلاوي او د امريکې د ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خليلزاد او ورسره پلاوي تر منځ ناسته تر سره شوه.

په ناسته کې په عامه توګه د دوحې دتوافقنامې د ټولو مادو د پوره عملي کيدو په اړه خبرې وشوې. دواړو لوريو توافقنامې ته په خپلو ژمنتياوو ټينګار وکړ. د اسلامي امارت له خوا په ټاکلي وخت د بهرنيو ځواکونو په وتلو ټينګار وشو."

له دې وړاندې رسنيو لېکلي وو چې د خليلزاد او طالب استازو ترمنځ د استانبول د ناستې د وخت په اړه هم اختلاف رامنځ ته شوی وو.