د هرات حج او اوقافو رياست جوماتونو کې د ماشومانو وهل منع کړل 

روهي (څلورنۍ/۱۱ د وري)، د هرات ولايت د حج او اوقافو رياست اعلان کړی دی چې له دې وروسته په جوماتونو کې په لښتو او نورو وسايلو د ماشومانو وهل مننوع دي. 

د هرات ولايت د حج او اوقافو رئيس عبدالخالق حقاني پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې د جوماتونو امامان د ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي حق نه لري. 

نوموړي د هرات له اوسېدونکو هم غوښتي دي چې هغه کسان چې له دې امر سرغړونه کوي او ماشومان د درس لپاره وهي، حج او اوقافو رياست ته معرفي کړي.