سعودي عربستان پر خپل ملي اقتصاد درې ترېلېونه امريکايي ډالر پانګونه کوي 

روهي (څلورنۍ/۱۱ د وري)، د سعودي عربستان حکومت اعلان کړی دی چې تر ۲۰۳۰ ز کال پوري به د ملي اقتصاد په برخه کې درې اعشاريه دوه ترېلېونه امريکايي ډالر پانګونه وکړي. 

د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان دغه هېواد له ملي تلويزيون اعلان کړی دی چې دغه پيسې به د سعودي عربستان د کورني اقتصاد په بېلا بيلو برخو کې مصرف شي. 

د نوموړي په وينا دغه پيسې به د سعودي عربستان د ملي بودجې او د شاهي دولت له خزانې ورکول کيږي.