رحماني: حکومت له اساسي قانون سره په ټکر کې روان دی 

روهي (څلورنۍ/۱۱ د وري)، د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني په دې پار پر حکومت نيوکې کړې، چې ولسي جرګې ته د رايې اخېستنې په پار سرپرست وزيران نه معرفي کوي. 

نوموړي نن ورځ د ولسي جرګې په عمومي ناستې کې ويلي دي چې حکومت بايد د هغه وزارتونو وزيران چې د سرپرستانو له خوا اداره کيږي، ولسي جرګې ته معرفي کړي. 

مير رحمان رحماني نيوکه کړې ده چې د حکومت له خوا د وزيرانو نه معرفي کول د هېواد د اساسي قانون خلاف کړنه ده چې بايد پای پيدا کړي. 

اوس مهال د کورنيو چارو، ماليې، پوهنې، اطلاعاتو او کلتور، ښځو چارو وزارتونه او همدا ډول د افغانستان بانک د چارسمبالانو له خوا اداره کيږي.