د تخار د علماوو شورا رئيس عبدالصمد محمدي د نښلونکي ماين په چاودنه کې وژل شوی 

روهي (څلورنۍ/۱۱ د وري)، د تخار د پوليسو وياند خليل اسير رسنيو ته تائيد کړې ده چې د دغه ولايت د علماوو شورا رئيس خليل اسير نن له غرمې وروسته د نښلونکي ماين په چاودنه کې وژل شوی دی. 

د نوموړي په وينا چې د مولوي عبدالصمد محمدي په موټر نن غرمه يوه نيمه بجه د تخار مرکز تالقان ښار کې چاودنه شوې او دی په کې وژل شوی. 

تر اوسه کومې چا د نوموړي د وژنې مسووليت نه دی منلی.