له طالبانو د امريکا غوښتنه: له ۳ بيا تر ۶ مياشتو افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پاتې کېدو سره هوکړه وکړئ 

روهي (درې نۍ/۱۰ د وري)، يو شمېر رسنيو د طالب سرچينو د مالوماتو پر بنسټ لېکلي دي چې له طالبانو غوښتي دي چې له درېيو بيا تر شپږو مياشتو پوري افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له پاتې سره هوکړه وکړي. 

د سرچينو په وينا چې طالبانو تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې خو ښايي غوښتنې يې دا وي چې اووه زر بنديان يې ازاد شي او همدا ډول د طالب مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور نوملړ بهر شي. 

د ټرمپ په مشرۍ د امريکا حکومت او طالبانو ترمنځ د تېر کال فېبروري مياشتې د دوحې هوکړې اړوند د مې مياشتې تر لومړۍ نېټې پوري به امريکايي او نور بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي.