تاجکستان د ولسمشر د سفر په څنډو کې نوموړي د ترکيې له بهرنيو چارو وزير سره کتلي 

روهي (درې نۍ/۱۰ د وري)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تاجکستان پلازمينې دوشنبې ته د خپل سفر په ترڅ کې د ترکيې له بهرنيو چارو وزير سره د استانبول کنفرانس په اړه لېدنه کړې. 

په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي،  "د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د اسیا زړه ـ د استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کنفرانس په څنډه کې، د تاجیکستان د دوشنبې ښار په بوستان سرای کې پخپل استوګنځي کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره وکتل.

په دې کتنه کې، دواړو لوریو د تاوتریخوالي زیاتوالي په اړه اندېښنه وښوده او د افغانستان د سولې په اړه د ترکیې غونډې جوړېدو د تیاریو په اړه یې بحث او خبرې وکړې."

ټاکل شوې ده چې د راتلونکې اپريل مياشتې په ۱۵ نېټه به د امريکا په وړانديز، د ملګرو ملتونو په مشرۍ او د ترکيې په کوربتوب د افغان سولې په پار د استانبول نړيوال کنفرانس تر سره شي.