د استانبول ناستې د ماتېدو يا نه تر سره کېدو ويره او شونتيا 

روهي (درې نۍ/۱۰ د وري)، تمه ده چې د راتلونکې اپريل مياشتې په ۱۵ نېټه به د امريکا په وړانديز، د ملګرو ملتونو په مشرۍ او د ترکيې په کوربتوب د افغان سولې په پار د استانبول نړيوال کنفرانس تر سره شي. 

دغه کنفرانس او د يو انتقالي حکومت لپاره افغان حکومت، د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي روغې - جوړې شورا، د عبدالرشيد دوستم په مشرۍ جنبش ګوند، د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د افغانستان اسلامي ګوند او يو شمېر نورو سياسي بهيرونو د جمهوريت له حوزې خپلې طرحې وړاندې کړې دي. 

يو شمېر سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې که چېرې د افغان حکومت تر چتر لاندې سياسي ګوندونه او څېرې خپلې طرحې سره توحيد نه کړي، نو ويره او شونتيا شته چې د استانبول ناسته تر سره نه شي. 

د ترکيې حکومت چې د استانبول ناستې کوربتوب هم د افغانستان له خوا د جمهوريت په نوم ګڼې طرحې تر لاسه کړې دي او په دې برخه کې د يوې ځانګړې ټول - ګډونه طرحه د نه شتون له امله ناخوښي دي. 

ويره دا ده چې که چېرې ولسمشرۍ ماڼۍ، د مصالحې عالي شورا او نور سياسي ګوندونه ونه شي کولی، يو واحده طرحه وړاندې کړي، نو ښايي د استانبول ناسته جوړه نه شي.