د ملي بيرغ د پورته کولو له امله پروان کې يو کس خپل ژوند له لاسه ورکړ 

روهي (درې نۍ/۱۰ د وري)، د پروان ولايت په شينوارو ولسوالۍ کې يو کس وروسته له هغې وژل شوی دی، چې د هېواد ملي بيرغ ورسره او هغه يې لېږدولو. 

د سرچينو په وينا چې پېښه د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمه کې شوې ده. هغه مهال چې د ديني مدرسي د فارغانو د پګړۍ تړلو په مراسمو يو کس ملي بيرغ له ځان سره درلود، شخړه رامنځ ته شوې او په پايله کې يې يو کس ژوند له لاسه ورکړی. 

د وژل شوي کس نوم عبدالشکور ښوودل شوی دی، او زياته شوي دي چې هلته شته طالبانو له دغه ځوان سره مخلافت ښوودل، چې له امله يې د يو شمېر طالبانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ شخړه شوې. 

تر اوسه طالبانو او د پروان ولايتي ادارې د يادې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي. پېښه د تېرې يکشنبې پر ورځ شوې.