روهي (درې نۍ/۱۰ د وري)، د ولسي جرکې ئيس او يو شمېر غړو د هزاه خپلسري قومندان عليپور کړنې غندلي دي او سرور دانش يې ملامت کړی چې تېر کال يې عليپور په ضمانت خوشی کړی وو.
د ولسي جرګې رئيس مير رحمان رحماني ويلي دي، چې عليپور د پوځ چورلکه نسکوره کړه، اوس بايد سرور دانش د هغه نهو وژل شويو کسانو کورنيو ته ځواب ووايي.
رحماني دا هم ويلي دي چې عليپور سرور انش خوشی کړ، د پوځ چورلکه نسکوره شوه، پوځيان او پېلوټان ووژل شول، خو په پايله کې يې د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي له دندې لېرې شو.
د ولسي جرګې بلې غړي شاپور حسن زي بيا پر ولسمشر غني نيوکې کړي، چې د پوځ د اعلی سر قومدان په توګه عمل نه کوي او د عليپور په کړنو خاموشه دی.
افغان پوځ له تېرو دوه اوونيو راهيسې د عليپور د نېونې عمليات کوي، خو تر اوسه په کې بريالي شوي نه دي.
وروستي