د مسعود زوی د فرانسې له ولسمشر امانویل ماکرون سره کتلي 

روهي (دوه نۍ/۹ د وري)، د احمد شاه زوی احمد مسعود د فرانسې له ولسمشر امانویل ماکرون سره کتلي دي. احمد مسعود فرانسې ته ده د پلار په نوم د ياد لوحې د لګولو په پار تللی. 

احمد مسعود پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې د فرانسې له ولسمشر امانویل ماکرون يې په دې پار مننه کړي چې پاريس کې يې يو جاده د مسعود په نوم نومولي. 

مسعود دا هم لېکلي دي چې د فرانسې له ولسمشر او يو شمېر نور فرانسوي چارواکو سره يې د افغانستان او پاکستان په دوه اړخيزو اړيکو هم خبرې کړې دي.