د انتوني بلنکېن ټېنګار: افغانان اړ دي چې خپلمنځي سياسي هوکړې ته سره ورسيږي

روهي (دوه نۍ/۹ د وري)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير انتوني بلنکېن په ټېنګار سره ويلي دي چې افغانان اړ دي ترڅو سولې ته د رسېدو په پار سره يوې سياسي هوکړې ته سره ورسيږي. 

بلنکېن دا هم ويلي دي چې دا اوس ټولو ته مالومه ده چې د افغانستان د مسالې حل جګړه او پوځي لار نه ده بلکې افغانان بايد د ډپلوماسۍ او خبرو له لارې سره هوکړې ته سره ورسيږي. 

نوموړي له دې وړاندې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ته دوه جدا ليکونه لېږلي وو او ورڅخه غوښتي وو چې د زلمي خليلزاد طرحه په غور ولولي او له لارې يې سولې ته سره ورسيږي.